د ټکنالوژۍ د برخې اړوند باوري سرچینه؛ ایس یونیورس، د خپل رسمي ټوېټر پاڼې له لارې خبر ورکړی چې سامسُنګ کمپنۍ په ۶۰۰ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامرې کار کوي. ایس یونیورس په خپل ټویټ کې یو تصویر چې په کې د کامرې سېنسر (Isocell 600MP) او ځینې نور معلومات ښودل شوي دي، هم شریک کړی دی. د سېنسر په مرسته کامره له زوم کولو څخه وروسته هم لوړ کیفیت لرونکي تصویرونه اخیستلی او وېډیو ثبتولی شي او د دغه سېنسر په مرسته به د 4k او 8k ریزلوشن لرونکو وېډیوګانو اخیستل نور هم اسانه او غوره شي.
۶۰۰ مېګاپکسله سېنسر به له اوسنیو کامرو څخه غټ او د ځیرک موبایل شاتنۍ برخه کې ډېر ځای ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال د سامسُنګ کمپنۍ تر ټولو غوره کامره ۱۰۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکی سېنسر لري، چې د دې کمپنۍ په ټولو پیاوړو ځیرکو موبایلونو کې کارول شوې ده. دا چې دغه نوی ځیرک موبایل به څه وخت بازار ته وړاندې کېږي او بیه به یې څومره وي، تر اوسه یې په اړه څه نه دي ویل شوي.