چهارمغز د اومیګا ۳ غوړو اسیدونو، د آلفا لینولنیک اسیدونو، پوتاشیم او ویټامین E درلودونکي دي، چې د زړه په ساتنه کې مهم رول لري. اومیګا ۳ د کلسترول له لوړ تراکم څخه مخنیوی کوي او د وینې فشار کموي او همدارنګه له زړه څخه ساتنه کوي. پوتاشیم د زړه له انقباض څخه مخنیوی کوي چې دا کړه د زړه په حرکاتو کې ښه والی راولي، ویټامین E د پلاکټ «له هستې پرته د وینې ګردي» په مرسته د شریانونو له بندېدو څخه مخنیوی کوي. د اومېګا ۳ غوړ اسیدونه په غوږ او په اعصابو کې د سلولونو د ملایم فعالیت په لوړوالي کې مرسته کوي، نو په دې اساس د حافظې د پیاوړي کولو، د فکر کولو په پروسه او تمرکز کې ګټور تمامیږي. چهارمغز د مثانې د ډبرې له پیدا کېدو څخه مخنیوی کوي او همدارنګه د مثانې له ډول ډول ناروغیو څخه هم ساتنه کوي. په چهارمغزو کې د ملاتونین په نامه هورمونونه شته چې د پینیل غدې په مرسته تولیدیږې او د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي.