په دې وروستیو کې کوالکام کمپنۍ له خپل نوي او تر ټولو پیاوړي پروسېسر، سنپ ډراګن۸۸۸ څخه پرده پورته کړه او شیاومي به له هغو کمپنیو څخه وي چې په نږدې راتلونکي کې دغه پروسېسر لرونکي ځیرک موبایلونه خرڅلاو ته وړاندې کړي. شیاومي کمپنۍ هم رسماً تایید کړې چې غواړي د مي لړۍ دوه نوي او پیاوړي ځیرک موبایلونه چې شیاومي مي۱۱ او شیاومي مي۱۱ پرو نومول شوي، له سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پروسېسر سره خرڅلاو ته وړاندې کړي. د دغو ځیرکو موبایلونو په اړه د شیاومي یو بنسټ اېښودونکي او اوسني اجرایوي مشر وویل چې شیاومي مي۱۱ به یو له څو ځیرکو موبایلونو څخه وي چې نږدې راتلونکي کې د کوالکام کمپنۍ سنپ ډراګن۸۸۸ ډوله پروسېسر سره خرڅلاو ته وړاندې کېږي. د راپورونو له مخې، د شیاومي مي۱۱ ځیرک موبایلونه به د ۲۰۲۱ز کال په جنوري کې کاروونکو ته معرفي او خرڅلاو ته وړاندې شي. دغه ځیرک موبایلونه به په شاتنۍ برخه کې درې کمرې ولري چې ۱۰۸ مېګاپېکسله اصلي کمره او ۴۸ مېګاپېکسله الټراوایډ اېنګل کامره به پکې وي.