ځيني وختونه موږ د خپلو افکارو په عملي کولو کې نيمګړتياوې لرو. د بېلګې په توګه، يوې موخې ته د رسېدلو لپاره چې بايد څو کاله په پام کې ونيسو، څو مياشتې ورته په پام کې نيسو. پايله يې دا وي چې بيا ډېر ژر له خپل کار څخه نهيلي کېږو، له حده زيات پښېمانه کېږو او هغه ټولې هڅې او پلټنې بيا بې ګټې ګڼو، خو د خپلو محاسبو له نيمګړتياوو څخه نه يو خبر. حقيقت دا دى چې لوړو موخو ته د رسېدلو لپاره بايد له يوه کال څخه زيات کوښښ وکړو، په دې کې هېڅ پوښتنه يا دليل نه پيدا کېږي چې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره يوڅه اوږده موده په نظر کې ونيسو. ټينګ هوډ تاسو په چټکتيا سره خپلو موخو ته رسوي. که تاسو په پلان جوړولو کې پوره دقت کړى وي او له دې سره سره مو د کارکولو په وخت کې زياتې هڅې کړې وي، نو نه به مخکې له مخکې وېره درسره وي او نه به هدف ته د رسېدلو په وخت په لنډه موده کې نهیلي کېږی.