دغه ځیرک موبایلونه نوکیا۵.۴ او نوکیا سي۱ پلس نومول شوي دي. نوکیا کمپنۍ تېر کال سي۱ او د همدې کال په مارچ کې سي۲ خرڅلاو ته وړاندې کړی و، چې نوکیا سي۱ پلس د نوکیا سي۱ نوې او پرمختللې بڼه ده. دغه ځیرک موبایل ۵٫۴۵ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه لري او له ۴جي څخه ملاتړ کوي. نوکیا کمپنۍ ادعا کوي چې دغه ځیرک موبایل له ۴جي څخه ملاتړ کوونکی تر ټولو ارزان بیه ځیرک موبایل دی. نوکیا سي۱ پلس ۲۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري او بیه يې یوازې ۶۹ یورو ټاکل شوې ده.
نوکیا۵.۴
دغه ځیرک موبایل د نوکیا کمپنۍ منځنۍ وړتیا لرونکی ځیرک موبایل دی، چې ۶٫۳۹ انچه اېل سي ډي ډوله مخپاڼه لري.
دغه ځیرک موبایل کې ۴ ګېګابایټ رم او ۶۴ – ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې او انډرایډ۱۰ عامل سیستم سره به خرڅلاو ته وړاندې شي. نوکیا۵.۴ کې ۴۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ ورکړل شوې چې له ۱۰ واټ چټک چارج څخه هم ملاتړ کوي. د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۸۹ یورو ټاکل شوې ده.