د سالم ژوند سبک کېدای شي د غذا خوړلو ډول، د ویده کېدو ساعتونه، ورزش، د جامو اغوستلو ډول، مطالعه کول، له نشه یي توکو څخه ګټه نه اخیستل او ډېر نور هغه مسایل له ځان سره ولري چې کولای شي زموږ پر ورځني ژوند مستقیمه اغېزه وکړي. څېړنو ښودلې ده چې په اونۍ کې لږ تر لږه درې ځله ورزش کول د شخص لپاره د مثبتې روحیې د رامنځ ته کېدو لامل کېدای شي او د سټرېس کچه په پام وړ بڼه را کمه کړي. د سالم ژوند د سبک د درلودلو لپاره څېړونکو مختلف وړاندیزونه کړي دي چې ټول یې د ارامتیا او مثبت فکر درلودلو لپاره ګټور واقع کېږي. ټول خلک د سالم ژوند د سبک په لټه کې دي. ایا داسې څوک به هم وي چې نه غواړي سالم ژوند ولري؟ د سالم ژوند د سبک درلودلو لپاره ساده تګلارې شته چې د هغوی په رعایت کولو سره کولای شو له ګټورې روغتیا او اوږده عمر څخه برخمن شو. د سالم ژوند د سبک درلودل هغومره هم سخت نه دي چې فکر یې کوی.