ریالمي کمپنۍ غواړي چې د خپلو ځیرکو موبایلونو اېکس لړۍ نوره هم وغځوي، هغه په همدې موخه خپل نوی ریالمي اېکس۷ موبایل بازار ته وړاندې کړی. دغه ځیرک موبایل اوسمهال ټایلینډ کې د دې کمپنۍ پرلیکه بازارونو له لارې خرڅلاو ته وړاندې شوی دی. ریالمي اېکس۷ پرو چې له ۵جي ټکنالوژۍ څخه هم ملاتړ کوي، ۶٫۵۵ انچه امولېډ ډوله مخپاڼه لري. دغه مخپاڼه له ۱۲۰ هرتز ریفرېش رېټ او ۲۴۰ هرتز ټچ سمپلېنګ رېټ څخه د ملاتړ وړتیا لري. دغه ځیرک موبایل ۴۵۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېټرۍ لري او ۶۵ واټ سوپر ډاټ چارجر سره خرڅلاو ته وړاندې شوی، چې ډېر لږ وخت کې دغه ځیرک موبایل په بشپړه توګه چارجولی شي. ریالمي اېکس۷ پرو کې ۸ ګېګابایټ رم او ۱۲۸ ګېګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ورکړل شوې ده. شاتنۍ برخه کې څلور کامرې لري چې ۶۴ مېګاپکسله اصلي کامره او ۸ مېګاپکسله الټراوایډ اېنګل کامرې پکې شاملې دي. مخکینۍ برخه کې ۳۲ مېګاپکسله وړتیا لرونکې سېلفي کامره هم لري. د دغه ځیرک موبایل بیه ۱۶۹۹۰ ټایلینډي بات ټاکل شوې چې تقریباً ۴۳۵۰۰ افغانۍ کېږي.