د ليمو د ګټو په باره کې خو به مو خامخا اورېدلي وي، خو که ليمو په تړمو «نيمه ګرمو» اوبو کې واچول شي او ورسره لږ شات هم ور ګډ شي او هر سهار په نهاره وڅښل شي، نو ډېرې زیاتې ګټې لري. ليمو او شاتو کې اليکټرولايټ، پوټاشيم، کلسيم او مګنيزيم د انسان بدن تر او تازه ساتي او بدن کې د اوبو کمی هم ډېر ژر پوره کوي. د پلو او زنګنو دردونه له منځه وړي، د معدې او هاضمې نظام ډېر ښه کوي، ځيګر پاکوي، د مرۍ ميکروب، درد او سوخت ورکوي، کولمې پاکوي او ميکروبونه يې وژني. بدن کې د ناروغيو د ورکولو «انټي اسيډنټ» پيدا کوي. د وينې رګونه پاکوي. د وينې فشار عادي او نارمل ساتي. په يادو موادو کې د ويټامن سي له امله د بدن پوستکی پاک او له هر ډول ميکروبونو خوندي وي. يوريک اسيد له منځه وړي. يوريک اسيد د پلو، غړو او بندونو د دردونو لامل کيږي. د معدې او سينې تيزابيت له منځه وړي. د ګردې او تريخي کاڼی ماتوي او نور کاڼي جوړولو ته نه پرېږدي.