سامسُنګ کمپنۍ د ۲۰۱۸ کال په اکټوبر کې د نړۍ لومړنۍ ۴ کامرې لرونکی ځیرک موبایل، ګلکسي اې۹ معرفي کړ او اوس دغه کمپنۍ غواړي خپل لومړی پنځه کامرې لرونکی ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړي. د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ، سامسُنګ کېدای شي د جنوري په ۱۴مه د ګلکسي اېس۲۱ لړۍ نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړي. له اوږدې مودې راهیسې باوري سرچینو د دغو ځیرکو موبایلونو تقریباً ټولې ځانګړنې چې ډیزاین، کامرې، وړتیاوې او بیه په کې شامل دي، افشا کړي دي. اوس یوې بلې باوري سرچینې د ګلکسي اېس۲۱ الټرا اړوند ځینې نور تفصیلات خپاره کړي دي. دغه معلومات د ګلکسي اېس۲۱ الټرا چې د اېس۲۱ د لړۍ تر ټولو پیاوړی او ګران بیه ځیرک موبایل دی، د کامرې په اړه دي. دغه ځیرک موبایل کې به اپټېکل زوم لپاره ۳اېکس او ۱۰اېکس ټېلي فوټو کامرې ورکړل شي، چې دواړه به اپټېکل امېج اسټېبلایزیشن هم ولري. د ګلکسي اېس۲۱ الټرا اصلي کامره به ۱۰۸ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامره وي او د لېزر اسټډ اټوفوکس وړتیا به ولري.