ډېری خلک د پیازو پوستکی لرې غورځوي، خو ایا پوهېدی چې د پیازو پوستکی حتی خپله له پیاز څخه ډېر ګټور دی؟ د نورو سبزیجاتو په څېر، د پیاز پوستکی هم خپله له پیاز څخه ډېر فایبر او نور ګټور مواد لري، چې له همدې امله د لرې غورځولو پر ځای باید په مختلفو لارو وکارول شي. په داسې حال کې چې پیاز د انټي اکسېډنټونو غوره سرچینه ده، د پیاز پوستکی حتی خپله له پیاز څخه ډېر انټي اکسېډنټونه لري. د پیاز پوستکی همدا راز د کویرسټین (Quercetin) غوره سرچینه ده. کویرسټین یو ډول فلاونول (Flavonol) دی چې د وینې لوړ فشار ټیټولو او د وینې د رګونو د بندېدو مخه نیسي. کویرسټین هغه مواد دي چې د وینې لوړ فشار، مضر کولیسټرول او پړسوب کموي، د حساسیت پر وړاندې مبارزه کوي، ژور خپګان یا ډپرېشن درملوي، د عضلاتو وده او فعالیت غوره کوي او د سرطان د ځینو ډولونو مخه نیسي. د پیاز پوستکی همدا راز د فایبر غوره سرچینه ده او ډېر فایبر لرونکي خواړه د زړه د ناروغیو، د سرطان د ځینو ډولونو، د هاضمې سیستم ستونزې او د شکرې ناروغۍ خطر کموي.