که موږ د ژوند اصلي ارزښتونه معلوم کړو، ژوند کول، پرېکړه کول او ټاکنه به راته ډېره اسانه او ساده شي. نو که پوه شو چې د ژوند اصلي ارزښتونه مو کوم دي او مخکې له مخکې مو تشخیص کړي او معلوم کړي وي، نو په دې کار سره به مو یو چارجوب جوړ کړی وي او د چارچوب په منځ کې بیا ټاکنه تر هغه ډېره اسانه ده چې هېڅ چارجوپ ونه لرو او نه پوهېږو چې د څه پر اساس ټاکنه او پرېکړه وکړو. د ژوند په ځینو شېبو کې دې پایلې ته رسېږو چې پر ناسم مسیر روان یو؛ ځکه هغه کارونه چې تر سره کوو یې، په اړه یې هېڅ حس نه لرو او داسې احساسوو، کوم کارونه چې تر سره کوو یې د مجبورۍ له مخې دي او کله چې ژوند او د ژوند چارې یوه مجبوري شي، بیا نو د خوند څرک نه وي پکې. د بېلګې په توګه، که مو دنده په زړه پورې نه وي، د ورځې په اوږدو کې بیا بیا ساعت ته ګورو، په دې تمه وو چې کله به د رختصۍ وخت راسېږي چې له دفتر ووځو او که په کار هم بوخت وو، خوند نه شو ترې اخیستی.