دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه تحلیل

حکمتیار

لیکنه: زاهدخليلي

نوومبر 26, 2018
in تحلیل
0 0

له څلورو لسیزو ډېر وخت کېږي چې ګلبدین حکمتیار د افغان سیاست پر سټېج لوبېږي. د هغه ژوند د محصلۍ له پیله تر اوسه له لوړو-ژورو او له رازونو-رمزونو ډک دی. جګړې او سیاست ته ور ننوتل يې په ډېر عجیب انداز شوي.

د ژوند په ټوله موده کې په کابل کې د بېلابېلو  واکمنو ایډيالوژيکي حکومتونو مخالف پاتې شوی. له کلونو وروسته د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت په لومړي ځل وتوانېد چې حکمتیار دلاسه او مرکز کابل ته يې راولي. داسې يې راوست چې د ده مخالفین له حکومت سره د ده د یو ځای کېدو په اړه د ده پخوانیو دریځونو ته حیران دي او ځینې خو يې کابل ته راتلل تسلیمي ګڼي.

اشتیاق احمد پاکستانی لیکوال دی. څو کاله د  (the muslim) او د (the nation) ورځپاڼو اېډېټر پاتې شوی دی، د شوروي ضد جګړې پر مهال او وروسته يې افغان چارې له نږدې څارلې، کندهار ته يې سفر کړی او د جهادیانو د انارشۍ وروستي کلونه او د طالبانو په لاس د جهادیانو د انارشۍ سقوط يې له نږدې لیدلی او نوموړی دغه راز د سیاسي علومو پروفیسر هم دی.

د اشتیاق احمد کتاب Gulbuddin Hekmatyar: An) (Afghan Trail from Jihad to Terrorism مې د سړک غاړې په پلورل کېدونکو زړو کتابونو کې وموند. ښايي دا به د حکمتیار په اړه لومړنی کتاب وي چې د هغه په ژوند پکې لږ رڼا اچول شوې. کتاب په ۲۰۰۴ ز کال کې چاپ شوی او د لسګونو سرچینو په حواله لیکل شوی دی.

لیکوال کتاب په شپږو فصلونو وېشلی. د کتاب په لومړي مخ کې حکمتیار خطرناک او نه اټکلېدونکی شخص بلل شوی. حکمتیار په ۱۹۴۷ یا ۱۹۴۶ ز کال کې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې زیږېدلی. د حکمتیار کورنۍ د غزني له قره باغ څخه امام صاحب ته کډه کړې. حکمتیار خروټی پښتون دی. لیکوال وايي، د حکمتیار د ژوند لومړي کلونه له رمزونو ډک دي.

لیکوال د حکمتیار په اړه د روبرټ کپلان دا خبره هم راخیستې چې حکمتیار د افغانستان د شمال پښتون دی، خو سترګې یې د افغانستان د سوېل او ختیځو پښتنو په څېر نه دي.

د حکمتیار د ښوونځي د کلونو له مهاله ښکاري چې هغه ځیرک، هوښیار او چالاکه دی. حکمتیار په شپږو ژبو پوهېږي، خو لیکوال وايي، زما په یاد دي چې د ۱۹۸۹ ز کال په نومبر کې يې اسلام اباد کې یوې غونډې ته د انګلیسي پر ځای پښتو خبرې کولې او زوم يې غیرت بهیر ژباړلې.

حکمتیار په ۱۹۹۲ ز کال کې له یوه روسي ژورنالېست سره خبرو کې وايي چې نږدې اته څلوېښت کتابونه مې لیکلي. لیکوال د حکمتیار د کورنۍ او دوه زومانو غیرت بهیر او همایون جریر په اړه هم لیکل کړي چې وروستیو دوو يې د حزب اسلامي په سیاست او ډیپلوماسۍ کې مهم رول لوبولی دی.

حکمتیار او مسعود د کابل پوهنتون په انجنیرۍ پوهنځي کې وو، خو یوه يې هم درسونه سر ته و نه رسول. له ۱۹۷۰ تر ۱۹۷۲ ز کال پورې، یانې دوه کاله حکمتیار د پوهنتون محصل و. هغه انجنیري سر ته و نه رسوله، خو تر اوسه ورته انجنیر ویل کېږي.

حکمتیار پوهنتون ته له تګ وړاندې دوه کاله کابل کې د پوځي عالي ښوونځي زده کوونکی و، خو د سیاسي فعالیت له امله ترې ویستل شوی و.

حکمتیار چې په کندوز کې په ښوونځي کې و، نو څلور کاله د پرچم ګوند سره یو ځای و.

د محمد داود د جمهوریت پر مهال د یوه شعله يي سیدال سخندان د وژلو په تور یو نیم کال بندي شو. دغه مهال حکمتیار د نقاب (حجاب) نه لرونکو ښځینه محصلینو پر مخونو په تېزابو پاشلو هم بدنام و، خو تېر کال کابل ته له راتګ وروسته حکمتیار له رسنیو سره په خبرو کې په ده ځینې لګېدلي تورونه رد کړل.

لیکوال د جوانان مسلمان د اخواني نهضت پر جوړېدو او د حکمتیار او نورو اسلامیستانو په سیاسي ایډيالوژۍ هم بحث کړی دی.

په کتاب کې په ۱۹۷۴ ز کال پاکستان ته د حکمتیار، رباني، مسعود او نورو اخوانیانو په تګ او د پاکستاني نصیرالله بابر له لوري د دوی په جذب، روزنې او بیا د محمد داود پر ضد د دوی د وسله وال ناکام پاڅون په اړه هم لیکل شوي. له ناکام پاڅون وروسته د رباني، مسعود او حکمتیار لارې جلا او حکمتیار په ۱۹۷۶ ز کال کې خپل حزب اسلامي جوړ کړ.

پاکستان په ځانګړي ډول د حکمتیار له لارې اسلامیستان پياوړي کړل. د جنرال ضیا له واک ته رسېدو وروسته دغه چاره نوره هم پياوړې شوه. د اسلامیستانو له ملاتړ د پاکستان اصلي موخه د محمد داود خان له لوري د پښتونستان د ادعا ناکامول او له ملي داعیې د محمد داود ګرځول وو.

د شوروي له یرغل لږ وړاندې یونس خالص له حکمتیار جلا او خپل حزب يې جوړ کړ.

لیکوال د رباني او حکمتیار په دښمنۍ هم رڼا اچولې. د لیکوال په وینا، رباني د حکمتیار په پرتله سازشي (روغه جوړه کوونکی) و. رباني له حکمتیار ډېر تجربه لرونکی او نړۍ یې لیدلې وه.

حکمتیار د شوروي ضد جګړه کې تر ټولو مهم رول لوبولی او له ټولو جهادي ډلو يې ډېرې مرستې ترلاسه کړې. امریکا چې نږدې درې میلیادره ډالر يې د پاکستان د استخباراتو (ای اېس ای)  له لارې افغان جهاد ته ورکړي وو، له دې ۶۳۰ میلیونه ډالر د حکمتیار حزب اسلامي ته ورکړل شوي.

د لیکوال په وینا، ای اېس ای د څو لاملونو له امله حکمتیار ته لومړیتوب ورکاوه. لومړی دا چې پاکستان له ۱۹۷۰ ز کال راهیسې حکمتیار د افغانستان د پښتونستان (د ادعا) د ملاتړ پر ضد چمتو کاوه. بل دا چې حکمتیار د کشمیر په مسئله کې د پاکستان د دریځ او په قبایلي سیمو کې د پاکستان د اساسي ګټو ملاتړی و. د پاکستان جماعت اسلامي یو بل فکټور و چې حکمتیار يې د پاکستان پوځي اسټبلېشمنټ ته نږدې کړی و او کله چې پښتون قاضي حسین احمد د جماعت اسلامي مشر شو، نو دا اړیکې نورې هم ژورې شوې.

جنرال ضیا د شوروي ضد جګړې په وروستیو کې د حکمتیار په اړه د امریکا له نیوکو وروسته ویلي وو، دا پاکستان و چې حکمتیار يې افغان مشر جوړ کړ او که چېرې حکمتیار خپل ناوړه چلند روان وساتي، نو بیا به يې (پاکستان) له منځه یوسي.

لیکوال د شوروي ضد جګړه کې د امریکا د کانګرېس د غړي چارلي وېلسن رول هم څرګند کړی. موده وړاندې د چارلي وېلسن د رول په اړه د هالي ووډ یو فلم هم خپور شو.

د لیکوال په وینا، صبغت الله مجددي به حکمتیار رښتينې بلا، د افغانستان دښمن او داسې خطرناک بنسټپال باله چې د معتدلو افغانانو په وژنه بوخت و. مجددي په ۱۹۸۳ ز کال کې امریکا ته ویلي وو چې یوه ورځ به د حکمتیار په ملاتړ پښېمانه شي.

د شوروي له وتلو وروسته که یوه خوا جهادیان د نجیب د حکومت پر ضد په جګړه بوخت وو، نو ترڅنګ يې حزب اسلامي او جمعیت اسلامي د یوه بل غړي او مشهور قوماندانان هم وژلي. لیکوال د دوی ترمنځ دغو جګړو ته هم اشاره کړې او د ځینو وژل شویو کسانو نومونه يې هم لیکلي.

دغه راز د هغو افغان کډوالو وژلو ته هم اشاره شوې چې پړه يې په حکمتیار اچول کېږي. په دوی کې تر ټولو مهم يې د کابل پوهنتون د فلسفې مشر استاد بهاوالدین مجروح دی چې په پېښور کې ووژل شو. مجروح د پخواني پاچا ظاهر شاه د راتګ پلوی او په پېښور کې د افغان جهاد په اړه د مالوماتو ورکولو یوزاینۍ خپلواکه سرچینه وه. مجروح فکر کاوه چې پاچا به ویجاړ شوی افغانستان بېرته جوړ کړي، خو حکمتیار د پاچا سخت مخالف و.

لیکوال د نجیب له سقوط وروسته د جهادیانو ترمنځ د کابل د ورانولو سیالۍ ته او په دې کې د حکمتیار رول ته هم اشاره کړې. لیکوال حکمتیار د کابل د ورانوونکو له ډلې یو کس ګڼي چې راکټونو يې په کابل کې خلک ووژل او کابل يې کنډواله کړ.

د کتاب وروستیو کې د طالبانو له امله ایران ته د حکمتیار تښتېدل، د ایران له لوري ایستل او بیا د کرزي په مشرۍ د حکومت پر ضد د حکمتیار د جګړې او له طالبانو او القاعدې سره د حکمتیار په ائتلافونو خبرې شوې دي. لیکوال وايي، حکمتیار د جهاد، کورنۍ جګړې او بیا د کرزي د واکمنۍ پر مهال له ترور نه ګټه اخیسته، څو خپل مخالفین کمزوري او یا يې له منځه یوسي.

لیکوال په پای کې حکمتیار د افغانستان دننه د عام وژنو، مرګونو، ویجاړۍ او بدمرغۍ مسوول هم ګڼي او وايي چې د شخصي قدرت د ترلاسه کولو لپاره يې دېرش کاله وړاندې مبارزه پيل کړه.

اشتیاق احمد لیکي، حکمتیار د قدرت وږی دی چې مرتجع اسلام د سیاسي قدرت د ترلاسه کولو لپاره کاروي. لیکوال وايي، مناسبه به وي چې حکمتیار افغان مکیاویلي وګڼو. حکمتیار هېڅ دایمي دښمن او دایمي دوست نه لري.

Share245Tweet69Share28

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In