د ولسي جرګې رییس او یو شمېر غړو نن په یوه خبري غونډه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي ته د خاین خطاب کول، هغه په مرګ ګواښل او اوس له شاوخوا نهه ورځو راهیسې د نوموړي د کور کلابندي د قانون خلاف کړنه بولي. امرالله صالح په یوه غږیز کلپ کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شو، په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي امیرشاه نایب زاده ته له دې کبله چې ګواکي نایب زاده په بادغیس کې امنیتي ځواکونه طالبانو ته د سیمو تسلیمولو ته هڅولي، د خاین خطاب کړی او نوموړی یې په مرګ ګواښلی دی. د ولسي جرګې غړي وایي، که نایب زاده مجرم هم وای، باید د ولسي جرګې له لارې یې قضیه تعقیب شوې وای. په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس له حکومت څخه وغوښتل چې هرڅومره ژر چې شونې وي، د نایب زاده د کور کلابندي او پر هغه لګول شوي ټول محدودیتونه دې لرې او قضیه یې دې له قانوني لارو تعقیب شي.






























