د ایران په چابهار ښار کې چاودنه شوې ده. د ایران د دولتي تلویزیون د راپور له مخې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او زیات شمېر نور ټپیان دي. په راپورونه کې د ټپیانو دقیق شمېر نه دی په ډاګه شوی. ویل کېږي چې چاودنه د پولیسوه یوه مرکز ته څېرمه شوې ده. د ایران دولتي خبري اژانس بیا د ناڅرګندو سرچینو په حواله ویلي چې ډېر امکان لري دا یو ځانمرګی برید وي او موخه یې غالباً د پولیسو یو مرکز و. ایرنا ویلي چې د پېښې ځای ته نږدې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.