نړیوال بانک وایي، په افغانستان کې سیاسي کړکيچ د دغه هېواد خصوصي سکټور سخت ځپلی دی. نړيوال بانک په دې اړه د خپلې يوې سروې د پايلو په خپرولو سره ويلي چې له هرو دريو پانګه والو يوه يې د تېر کال له اګسټ مياشتې وروسته خپل کاروبارونه ځنډولي دي. نړيوال بانک وايي، هغو پانګوالو چې خپلو کاروبارونو ته دوام ورکړی هم ويلي چې د اړتياوو د کمېدو له کبله يې خپل کاروبارونه له سره تنظيم او له نويو شرایطو سره برابر کړي دي. دغه سروې د تېر کال په اکټوبر او نومبر مياشتو کې شوې ده. سروې کې ۸۲ سلنه پوښتل شويو ويلي چې د توليداتو او خدمتونو پېرونکي يې خورا کم شوي چې له کبله يې د دوی فعاليتونه او کارکوونکي هم کم شوي دي. د سروې د پايلو له مخې د افغانستان سياسي کړکيچ کوچني شرکتونه تر نورو ډير ځپلي او ۳۸ سلنې يې خپل فعاليتونه ځنډولي دي. د مېرمنو کاروبارونه هم د سياسي کړکيچ له کبله ځپل شوي او نږدې نيمايي هغه يې تړل شوي دي.



































