پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان ديني علماوو له هغې غونډې ملاتړ کړی چې پکې د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو د لرې کولو غوښتنه شوې ده. يو شمېر ښځينه او نارينه ديني علماوو د افغان ديني علماوو ملي ډيالوګ په نوم غونډه کې د افغانستان له ا.ا غوښتي وو چې د نجونو پر زده کړو محدوديتونه لرې کړي. پخواني ولسمشر ويلي، د ديني علماوو ياده غوښتنه د افغانستان د ټول ملت غوښتنه ده چې دی يې هرکلی او ملاتړ کړي. کرزی د ا.ا پر چارواکو يو ځل بيا غږ کړی چې د افغان ملت او ديني علماوو غوښتنې ته په احترام سره په ټول هيواد کې د نجونو ښوونځي پرانيزي. د افغانستان ا.ا د روان لمريز کال له پيل سره د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستو ژمنه کړې وه خو وروسته له خپلې ژمنې په شا شول. د پوهنې وزارت چارواکي وايي د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره د خپل مشرتابه امر ته په تمه دي.































