په کندهار او هلمند ولايتونو کې د سخت باد او توپان له امله خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د راپورونو له مخي، چې په کندهار او هلمند کې د ډيری کورونو دیوالونه د سختو بادونو له امله نړېدلي دي. دغه راز د دغه توپان له امله ترافیکي پېښې هم شوې دي. د سرچینې په خبره تراوسه د توپان له کبله د اوښتو زیانونو کره شمیره نه ده روښانه شوې. په تېره يوه مياشت کې دا درېیم ځل دی، چې په کندهار او هلمند کې دغه ډول باد او توپان راځي.































