د ا.ا د ترانسپورټ وزارت چارواکو د ایکو نړیوال سازمان له مسوولينو سره ناسته کړې ده. رسنيو په ترانسپورټ وزارت کې د سرچينو په حواله ويلي چې یاده ناسته پرون ناوخته پر ليکه جوړه شوې وه چې پکې د افغانستان د هوايي حريم د استفادې په څرنګوالي خبرې شوې دي. ترانسپورټ وزارت ويلي، افغان لوري د ايکو نړيوال سازمان له چارواکو غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړيکې د پخوا په څېر عادي کړي. افغانستان کې د ا.ا تر واکمنېدو وروسته د افغانستان له هوايي حريمه د الوتکو تګ او راتګ له ستونزو سره مخ شوی چې له کبله يې د عوايدو کچه هم را ټيټه شوې ده. پخواني حکومت د افغانستان له هوايي حريمه له تېرېدونکې هرې الوتکې ۷۰۰ ډالره د ترانزيټ فيس اخيست.































