ایران وايي له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان او ایران ترمنځ له دوغارون بندر لیدنه کړې ده او ټینګار یې کړی چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. دده په خبره دوی په وروستیو کې له افغانستان سره په مرزي سیمو کې لا ډېر سوداګریز او بندري تاسیسات جوړ کړي چې د دواړو لورو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا په مانا ده. نوموړي همدا راز د اوبو په اړه هم ویلي او خبر یې ورکړی چې په وروستیو کې د ددواړو لورو لخوا یو پلاوی د اوبو پر مسئله کار کوي او تمه ده چې افغان لوری د ایران حقابه ورکړي. ایراني لوري همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.



































