د ترکيې د بشري مرستو بنسټ استازو کابل ته د سفر پر مهال، په ځینو نورو برخو کې د مرستو تر څنګ، افغانستان کې د یتیمانو لپاره د یو کمپلېکس جوړولو ژمنه کړې ده. ارګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د ترکيې د بشري مرستو بنسټ له استازو سره کتلي دي. سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې د یاد ترکي بنسټ استازو افغانستان ته د خپل سفر اساسي موخه د یتیمانو لپاره د یو کمپلېکس جوړول بللي خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي. هغوی ویلي چې د ښوونې او روزنې، کرنې او تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي. ارګ لیکلي، مولوي عبدالسلام حنفي د ترکيې د بشري مرستو له بنسټ څخه په مننې او ستاینې ژمنه کړې چې افغانستان کې به د هغوی د بشري مرستو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.



































