په بلوچستان کې پرون پر ملېشه ځواکونو د وسله والو په برید کې ۲۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پاکستاني چارواکي وایي، دا برید چې په غرنۍ سیمه کېچ کې د ملېشه ځواکونو پر ګزمه شوی پکې ۶ عسکر وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. د بلوچو ازادي غوښتونکي غورځنګ د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. پاکستاني ځواکونو په بلوچستان ایالت کې چې چین پکې د ۵۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اقتصادي دهلېز په نامه لویه پراختیایي پروژه پیل کړې، د امنیتي تدابیرو په موخه یې زرګونه ملېشه ځواکونه او پوځیان ځای پر ځای کړي دي.