د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې پیل شو. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت به خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې په دې پروګرام کې ۴۲۰ تنو ته د یوې میاشتې لپاره د کار فرصت برابرېږي چې هر کارګر ته به د ورځني کار په بدل کې ۱۰ کیلو غنم ورکول کېږي. د یادونې ده چې د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام د ننګرهار په ځینو نورو ولسوالیو کې هم پیل شوی دی.



































