د خوړو د خوندیتوب نړیواله ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان نیمايي نفوس اساسي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري. د خوړو د خوندیتوب نړیواله ورځ هر کال د جون په اوومه لمانځل کېږي.
د روغتیا نړیواله اداره وايي له دې یې موخه دا ده څو د خوړو او یا د خوړو د کمښت له امله پر رامنځ ته کېدونکو زیانونو خلک پوه کړي. دا ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ په افغانستان کې شاوخوا ۱۹،۸ میلیونه وګړي اساسي خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي.
همدا راز د ملګرو ملتونو تازه راپورونو ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱،۱ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.



































