افغان زده کوونکو د ساینسي علومو په نړیوالو سیالیو کې لومړی مقام ګټلی دی. د راپورونو له مخې د جوزجان ولایت د افغان-ترک ښوونځي زده کوونکو د ساینسي علومو په نړیواله سیالۍ کې ګډون کړی و، چې له دې سیالۍ یې ټولټال اوولس مډالونه ګټلي دي. د جوزجان د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ دوی په دې سیالیو کې چې د ټایلنډ په کوربه توب ترسره شوې وې، لومړی مقام ګټلی دی. دا سیالۍ د ۴۳ هېوادونو د زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې وې، چې افغان زده کوونکي پکې تر نورو ښه ځلېدلي دي. دوی دوه د سرو زرو، یو د سپینو زرو او ۱۴ د برونزو مډالونه خپل کړي دي. ددې سیالو په تېر دور کې افغان زده کوونکو ۱۱ مډاله ګټلي وو.































