په افغانستان کې زرګونه بېځایه شوي د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو پلاوی چې کابل ته راغلی وایي په افغانستان کې زرګونه بېځایه شوي افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. ددغه پلاوي په خبره افغانان د وچکالۍ او جګړو له امله بېځایه شوي دي او ددې جدي اړتیا ده چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وشي. تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، چې تېر کال د جګړو او وچکالۍ له امله شاوخوا اووه سوه زره افغانان بېځایه شوي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې په ټوله کې په وروستیو کلونو کې د بېلو عواملو له امله افغانستان کې ۵.۵ میلیونه وګړي بځایه شوي دي.































