سیګار وایي په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانۍ د بې ثباتۍ او په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله د خوراکي توکو په بیه کې ۳۶ سلنه لوړوالی راغلی دی.
سیګار روان وضعیت اندېښمنوونکی بولي او تمه لري چې د نړیوالو په مرسته ناورین کابو کړل شي. سیګار د افغانستان اقتصادي وده هم مخ پر ځوړ بللې ده او د لارې چارې پر پيدا کولو یې ټینګار کړی دی. تر دې وړاندې نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د نرخونو لوړېدل، بېکاري او د لوږې پراختیا د اندېښنې وړ بللې وه.



































