د جون په ۱۷مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د سېټ پیټربورګ په ۲۵م نړيوال فورم کې ويډيويي وينا وکړه. په دې هکله د مصر الاحرم ورځپاڼې د مدير مرستيال طارق سنتي وويل چې په دې فورم کې د نړیوال پرمختګ په هکله د رئيس شي جين پينګ وړانديز د اوسنیو نړيوالو بحرانونو د لرې کولو لپاره يوه لايحه برابره کړې ده او د ده وينا د څو اړخيزم او د انسانانو د ګډو ارزښتونو د پرمخبيولو په اړه د چين د دايمي هوډ ښکارندويي کوي.
رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې مونږ دې د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلي کولو لپاره ګډې هڅې وکړو او يو سوله ييز، ښکلی او سمسور راتلونکی دې برابر کړو. په ورته وخت کې هغه د ګټور پرمختيایي چاپيريال د برابرولو، د همکاريزو اړيکو د پرمختګ، د اقتصادي چارو د نړيوال کېدو بهير د پرمخبيولو او د نوښت له لارې د پرمختګ د موندلو په هکله څلور فقيره ييز وړانديز وکړ. دې کار د نړيوالې ټولنې لپاره هغه لار په ګوته کړې چې لا عادلانه، دوامداره او خوندي پرمختګ ومومي، او نړیوالو ته يې مشخصه چيني لايحه برابره کړې او د نړيوالې پرمختيایي همکارۍ د پياوړتيا لپاره د چين هڅه هم ګڼل کيږي.
د نړيوال پرمختګ وړانديز د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۲۱مه نېټه د ۷۶مې عمومي اسامبلې په معمولي مباحثوي غونډه کې د رئيس شي جین پینګ له خوا وړانديز شوی و او کليدي برخه يې دا ده چې مونږ پرمختګ ته لومړيتوب ورکوو او د خلکو ګټو ته پاملرنه کوو او د نوښت له لارې د انسانانو او طبيعت ترمنځ په هوسا چاپيریال کې د نړيوال پرمختګ ګډه ټولنه ابادوو. دغه وړانديز د کرونا وبا وروسته د بېلا بېلو هېوادونو د بيا سمسورتيا له اړتياوو سره سمون لري او د م م او څه باندې سلو هېوادونو له خوا يې ملاتړ شوی دی، نو د ۲۰۳۰کال لپاره د م م د دواملرونکې پرمختيايي اجنډا پرمخبیونکی ماشين ګڼل کيږي.
کرونا وبا لاهم د خپريدو په حال کې ده او د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړو له کبله نړيوال وضعيت لا خراب شوی دی. د دې په ترڅنګ پر روسيې د امريکا په شمول د لويديځو هېوادونو بنديزونو د نړيوالو چارو پر صنعتي او برابرونکي ځنځيرونو، انرژیو، پولي چارو، د غلودانو پر خونديتوب ډېرې منفي اغيزې کړې دي. نړيوال خيريه بنسټ (Oxfam) په مې کې يوه شمېرنه خپره کړې چې د اټکل له مخې به يې روان کال په ګردې نړۍ کې ۲۶۳ مليونه وګړي له سختې لوږې سره مخ شي، نو د ۲۰۳۰ کال لپاره د م.م د دواملرونکي پرمختيایي اجنډا پلی کول له بې ساري ننګونو سره مخامخ شي.
د دې حالت پر وړاندې رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د نړيوال پرمختګ د وړانديز د پلي کولو لپاره مشخصه لايحه وړاندې کړې چې همدا د ګډ پرمختګ لپاره د خلکو هيلو ته ځواب دی او د ياد وړانديز د پرمخبيونکي رول د لوبولو لپاره به ګټوره وي او د کرونا له وبا وروسته به د نړۍ په تېره بیا د پرمختيایي هېوادونو د بيا سمسورتيا خوځښت راوړي.
له يو کال راهيسې چين د دې وړانديز د پلي کولو لپاره په مهمو برخو کې له نورو هېوادونو سره د همکاريو، د دواړو خواوو ترمنځ د پرمختيایي اړتياوو د معلومولو او د همکاريز ميکانيزم د جوړولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.اوس که څه هم د کرونا وبا لاهم د خپرېدو په حال کې ده، خو د چين د اقتصاد هغه حالت نه دی بدل شوی چې د ښه کېدو په لور روان دی.
چين به د باکيفيته پرمختګ د دوام، د ورخلاصون د پراخوالي او د یو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړي. په ياد فورم کې د رئيس شي جين پينګ له وينا څخه ښکاريږي چې چین نه يوازې د نړیوال پرمختيايي وړانديز د عملي کولو لپاره خپل دريځ لري بلکې د دې لپاره رښتيني عملیات تر سره کوي. مونږ ګومان کوو چې د دې وړانديز په پلي کولو سره به د نړۍ بېلا بېل هېوادونه له اړوندو لاسته راوړنو څخه برخمن شي.
4