که د شپانه دومره څاروي تلف شي، غږ به پورته کړي، خو د پښتون ولس د عام وژنې غږ چا پورته نه کړ.
د تېرې پنجشنبې په شپه (د ليندۍ ۲۲مه) د کونړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کې بهرنيو پوځيانو د خلکو پر کورونو هوايي بريد وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون، لسګونه ولسي پښتانه پکې شهيدان شول چې په ټولنيزو رسنيو کې د پېښې مستند انځورونه د هر باضميره انسان زړه دردوي او فرياد ايستلو ته يې اړباسي، خو د ملي وحدت حکومت مشرانو ځانونه داسې غلي کړي، ته وا نه څه اوري او نه څه ويني.
که د يوه شپانه دومره شمېر رمه تلف شي، ښايي چيغې يې ټوله نړۍ په شور واخلي، خو د افغان حکومت هره ورځ په سلګونه رعيت وژل کېږي، دی سوڼ هم نه وهي.
د حيرانتيا خبره خو دا ده چې حکومت او د بشري حقونو مدعي ارګانونه يوازې د پښتون ولس پر وژنو غلي وي، خو کله چې په افغانستان کې مېشت د نورو قومونو وګړي په کومه پېښه کې ووژل شي، نو حکومت سملاسي غبرګون ښيي. د بشري حقونو کمېسيون د نسل وژنې نوم ورکوي، يوناما او په افغانستان کې مېشت بهرني سفارتونه يې غندي. برعکس چې پښتون ولس ووژل شي، بيا نو ټول غلي وي او ان ډېری رسنۍ هم سترګې ورباندې پټوي.
هزاره وروڼه چې په کابل کې په څو بمي بريدونو کې په نښه او ووژل شول، ټول پښتون ولس يې په اړه خواشيني څرګنده کړه او ان ډېرو پښتنو خو د خواخوږۍ له مخې په خپلو فېسبوک پاڼو کې ځانونه هزاره ګان اعلان کړل، خو کله چې پښتون ووژل شي، بيا نو هزاره او نور قومونه خو څه چې خپله ډېری پښتانه هم ځانونه غلي واچوي، هماغه زړه سواندي پښتانه چې د هزاره وروڼو په وژنو سره يې د خواخوږۍ له مخې ځانونه هزاره ګان اعلان کړل، نن چې په کونړ کې پرون په هلمند کې او دغه راز په نورو سيمو کې پښتون ولس قتل عام شو، دوی غلي دي.
د افغانستان د بدمرغيو او ولس وژنې د پېښو له ليکلو قلم عاجز دی. سړی حيران شي چې له کومه يې پيل کړي، هلمند ياد کړم، کاپيسا، غزني، لغمان، ننګرهار، ميدان وردګ، پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، کندوز او که کونړ وژاړم؟ په ډېرو ولايتونو کې خو دا خونړۍ پېښې بیا بیا ځله تکرار شوې.
قسم ده چې درد يې د زغم وړ نه دی، خو که له هرې خوا ورته وکتل شي، ډېر د افسوس او خواشينۍ ځای دی چې په دوامداره ډول وژل کېږو. قاتل مو رحم نه لري او موږ د ځان د دفاع يا توان نه لرو او يا يې جرئت نه لرو.
زموږ مظلوم ولس چې هره ورځ د لوږې او خوار ځواکۍ په وجه څومره مري، د ناروغيو د مناسبې درملنې د امکاناتو د نه شتون په وجه څومره مري، په هېواد کې د کار د نه شتون او د خپلو کورنيو لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره په غير قانوني توګه په ايران او پاکستان سربېره د نړۍ ګوټ ګوټ ته پر سختو لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي، څومره له لوږې سره مخ دي، دا خو يوې خواته پرېږده؛ ولس په خپل خوار نصيب صبر کړی او هېڅکله يې حکومت ته غږ پورته نه کړ او دا غوښتنه يې ونه کړه چې حکومته زما لپاره د مناسب کار پيدا کولو مسوول يې، زما لپاره د مناسبې او معياري درملنې د زمينې برابرولو مسوول يې؛ خپل مسووليت دې اداکړه.
حکومت خو ملت ته دا اسانتياوې نه دي برابرې کړې، بلکې د ړندو بمباريو يې ورباندې باران جوړ کړی. که هره ورځ نه وي، نو په هره اونۍ کې خو داسې خبر حتماً اورېدل کېږي چې په پلاني ولايت کې د هوايي بمبار يا چاپې پر مهال ګڼ شمېر ولسي کسان شهيدان شوي.
هو! په افغانستان کې مېشت ټول قومونه سره وروڼه دي او برابر حقوق لري، خو له بده مرغه چې دا خبره يوازې تر شعار پورې محدوده پاتې شوې. حقيقت خو دا دی چې دلته روانې بدمرغۍ تر ټولو ډېر پښتون ولس ځپلی او ځپي يې.
دلته که د هزاره وروڼو ژوند او ګټو ته خطر پېښ شي، نو هم خپل ولس ته ژمن او متعهد مشران لري او هم په سيمه کې ملاتړي لري. هم يوناما لري او هم د بشري حقونو کمېسيون لري چې حکومت په يو ډول تر فشار لاندې راولي او خپلو غوښتنو ته يې اړباسي.
او که د تاجکو او ازبکو وروڼو ګټې له خطر سره مخ شي هم همداسې، هم په حکومت کې خپل قوم ته ژمن مشران لري او هم په سيمه کې ملاتړي هېوادونه، خو د پښتون ولس دې خدای ج مل شي چې دا يو هم نه لري.
تاريخ به دا وليکي چې د ملي وحدت حکومت په واکمنۍ کې به چې کله امريکايانو پر افغان ولس کوم ظلم او وحشت وکړ، نو حکومت به د دې پر ځای چې د ولس پوښتنه وکړي، دوی به د نامعلوم لامل له مخې د امريکايانو د بريدونو مسووليت افغان ځواکونو ته منسوب کړ.
ډېر ځله خو داسې شوي چې افغان حکومت د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې ډکو بريدونو مسووليت افغان ځواکونو ته منسوب کړی، خو وروسته امريکايانو د هماغو بريدونو له امله بښنه غوښتې او دا يې منلې چې دغه بريد دوی کړی. يا کله چې د ځينو بريدونو غبرګون ډېر توند ښودل شوی، نو حکومت د تحقيقاتي پلاوي د ټاکل کېدو خبره کړې، د ملي وحدت حکومت له رامنځته کېدو څخه تر اوسه پورې د يوه دا ډول تحقيقاتي پلاوي پايله نه له ولس سره شريکه شوې او نه يې د عاملينو د نيولو يا سزا ورکولو خبر ورکړل شوی.
په هر صورت! په داسې حال کې چې د منل شويو نړيوالو اصولو له مخې، هر حکومت د خپل ملت د ژوند د خونديتوب مسووليت لري، نه د ولس وژنې مسووليت، نو پردې اساس هېڅوک او ان حکومتي ځواکونه هم د ولس وژنې حق نه لري او که دا ډول بريدونه د افغان ځواکونو له خوا ترسره شوي وي، بايد عاملين يې مجازات شي.
حکومت ته پکار ده چې نور له پښتون ولس سره د مور او ميرې چلند بند کړي. هماغه ډول چې د يوه هزاره، تاجک، ازبک او بل افغان د وژنې په اړه غبرګون ښيي، د پښتون ولس د وژنې د مخنيوي لپاره دې هم اقدام وکړي.
ټول پښتون ولس په ځانګړې توګه پښتنو مشرانو ته پکار ده چې د خدای ج په خاطر نور چاته د خپل ولس د وژنې اجازه مه ورکوئ، هماغه شان کلک ودرېږئ، لکه هزاره مشران چې ولاړ دي او د خپل ولس عزت یې پر ځای کړی. د خپلو پلرونو او نيکونو زرين تاريخ مه خرابوئ. پښتون هېڅکله مظلوم نه دی پاتې شوی، بلکې تل يې د نورو مظلومانو دفاع ته ور دانګلي.
خدايه د پښتون ولس برم او عزت مه خرابوې.