د پاکستان فدرالي کابینې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دوو غړو محسن داوړ او علي وزیر د سفر بندیز لګولی او د دوی نومونه یې د ممنوع الخروج کسانو په لېست کې اچولي دي. د غورځنګ دغه دواړه مشران د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي هم دي. محسن داوړ وايي، داسې ښکاري چې حکومت دغه کار د استخباراتي ادارو په غوښتنه کړی دی. دده په خبره د پاکستان مرکزي حکومت خپله رایه نه لري او په پاکستان کې ټولې پرېکړې د استخباراتي ادارې په لارښوونه کېږي. بل لورته د پاکستان کورنیو چارو وزیر شهریار اپریدي د ملي اسمبلۍ اړوند کمېټۍ ته ویلي، که د هېواد ادارې وننګول شي، حکومت به له هېڅ ډول اقدام ډډه و نه کړي. د یادونې وړ ده چې پاکستاني پوځي چارواکي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو سیاسي تګلاره نه خوښوي او پر وړاندې یې وخت ناوخت توندې څرګندونې هم کوي.