د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستاني حکومت هغه پرېکړه غندلې چې د پارلمان د غړیو علي وزیر او محسن داوړ پر سفرونو یې بندیزونه لګولي دي. نوموړي دا بندیز غندلی او هغه یې غیر قانوني عمل بللی دی. منظور پښتین د پاکستان د حکومت له اعلان نه وروسته په خپل ټویټر لیکلي، د محسن داوړ او علي وزیر په ګرځیدو بندیز لګول د حکومت غیر جمهوري چلند څرګندوي. پښتین زیاته کړې دا بندیزونه ښیي چې حکومت د خپلو مخالفینو پر ضد له قانون نه غیر سالمه ګټه پورته کوي. د پاکستان د پارلمان په دغو دواړه غړو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم دي، د تحریک د فعالیتونو له کبله پرې بندیزونه لګول کېږي. د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د تحریک پر پلویانو ګلالۍ اسماعیل او حیات پریغل دغه ډول بندیزونه لګول شوي دي.