د سربیا چارواکي وایي، د دې هېواد په نېس ښار کې له یوه بس سره د ریل ګاډي د ټکر په پایله کې پنځه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. پولیسو ویلي چې داسې ښکاري دا پېښه د بس چلوونکي د غلطۍ له امله رامنځته شوې وي. د چارواکو په خبره، په بس کې ډیری سپرلۍ د یوه ښوونځي زده کوونکي وو. د پیښې په تصویرونو کې ښکاري چې د ټکر له امله بس په منځ کې نیم شوی او ریل ته سرسري زیان اوښتی دی.