وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سوريې د خپلو سرتېرو ویستل اعلان کړل، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه وکړه چې په سوریه کې به داعش او کرد وسله وال وځپي.
اردوغان ویلي، هېواد یې ښايي په سوریه کې د کردانو د وای پي جي وسله والې ډلې پر ضد چې ترکیه يې تروريستي سازمان ګڼي، پوځي عملیات وکړي .
نوموړي له سوريې د شاوخوا ۲ زرو امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر د پرېکړې هرکلی وکړ، خو ټینګار يې وکړ چې دی په دې اړه پخوانیو منفي تجربو ته په پام محتاطانه دریځ لري.
د ترکيې د ولسمشر اشاره د کردانو له وای پي جي وسله والو څخه د امریکا پوځي ملاتړ ته ده چې ترکیه وايي، له مکررو غوښتنو سره سره يې لا هم دا ملاتړختم شوی نه دی.
بل لور ته د سوريې کرد وسله والو خبرداری ورکړی دی چې پر دوی به د ترکيې د پوځ برید په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد د کردانو روانه مبارزه ودروي.
د سوريې د کردانو یو لوړ رتبه سیاسي مشر الهام احمد پر فرانسې غږ وکړ چې له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې لوی رول ولوبوي.
نوموړي خبرداری ورکړ چې که ترکي ځواکونو پر کرد وسله والو برید وکړ، نو دوی به ونه شي کولای چې د داعش هغه سلګونه زندانیان وساتي چې په جګړه کې يې نیولي دي.
د کردانو وای پي جي وسله والې ډلې چې امریکايي ځواکونو يې ملاتړ کاوه، د سوريې په شمال کې د داعش پر وړاندې جګړه کې لاسته راوړنې لرلې دي .
دا په داسې حال کې ده چې د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ټرمپ غواړي له سوريې ټول او له افغانستانه خپل نیمایي پوځیان وباسي.