له افغانستان څخه د امریکا نیمایي پوځیانو وتلو او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو د وتلو تمه، یوازې د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس او حتی هغوی ته هم چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو، د ویاړ ځای دی. تر ویاړ پورته دا هغه غوټه وه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې يې د پرانیستو رښتینې هڅې نه وې شوې؛ ځکه د سولې بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.
ښه ده چې طالب د افغان ولس له ادرسه له امریکا او نړیوالو سره خبرې وکړي، نه یوازې د طالب له ادرسه؛ د دوی راتلونکی له داسې برخلیک سره مخ کولای شي، لکه د ځینو نورو ګوندونو کړنې او جوړښتونه. مهمه دا ده چې له یوه ادرسه د افغانانو په استازیتوب خبرې وشي چې نن طالب په دغه موقف کې دی.
ډاکټر خلیلزاد له یوه کورني ټلویزیون سره مرکه کې ویلي چې د طالبانو سرې کرښې د بهرنیو پوځیانو وتل او د امریکا سرې کرښې له افغانستان څخه بیا ځل نه تهدید دی. طالبانو په ډېر روښانه ډول ویلي او وایي چې ګاونډیو، امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو ته به له افغانستان څخه کوم تهدید او خطر متوجه نه وي.
امریکا چې لا هم فکر کوي، طالبان به نرمښت وښيي او یا دا چې ځینو هېوادونو امریکایانو ته ورته ژمنې ورکړې، که د طالبانو په هره کچه او هره مرکچې ډله له امریکایي هیئت سره مخ کېږي، بیا به هم د طالبانو غوښتنه د بهرنیو ځواکونو وتل وي او دا د مذاکراتو د پرمختګ لپاره عقلاني او رښتینې غوښتنه هم ده.
که امریکا په سیمه کې د خپلو پوځیانو شتون غواړي، دا په دې معنی ده چې امریکا په سیمه کې ناامني غواړي. پرته له شکه، د امریکایي پوځیانو د شتون له امله په افغانستان کې نور د امریکا د ګټو مخالف هېوادونه لاسوهنې کوي او ناامني به جریان پيدا کوي. دغه تحلیل اوس ډېره حقیقي بڼه غوره کړې. کله چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په تړاو د سیمې د هېوادونو اندېښنې وینو، ګومان نه کېږي چې د اوږدمهاله پوځي شتون په صورت کې به دوی خاموشه پاتې شي.
که امریکا او ملاتړي هېوادونه یې بیا ځل د مري – اسلام اباد تر خبرو وروسته؛ پر ناکامه تجربه باندي فکر کوي چې په ترڅ کې یې د طالبانو مخکینی مشر منصور صاحب قرباني شو، نه یوازې د سولې خبرې به ټکنۍ شي، بلکې د مسکو فورمټ محور لړۍ به لا زیاته قوي او طالبان به لا زیات جګړې ته مجبوره کېږي.
افغان دولت، امریکا او طالبانو ته پکار ده چې د سولې هڅې کوونکو ناپېیلو افغانانو سره لا زیاتې مشورې وکړي، هغوی ته تهدید او د هڅو مخه نیول یې هېڅ لوري ته ګټه نه لري.
د دې لپاره چې د سولې مذاکراتو کې پر امریکا / ناټو فشار شتون ولري، پکار ده چې د مسکو فورمټ غونډو لړۍ دوام وکړي، قوي شي، همدارنګه د سولې مذاکراتو محوري کېدل او له پاشلو هڅو یې مخنیوی وشي. مسکو فورمټ هغه د فشار ټکی دی چې ښايي امریکایان مذاکراتو کې ډېر نرمښت ته اړباسي.
که خلیلزاد غواړي چې د سولې هڅې یې منفي ونه ارزول شي، ښه ده چې د افغان – امریکایي پوهنتون بندي استادانو پر تبادله باندي له طالبانو سره توافق ته ورسېږي.
امریکا او ورسره ملګري هېوادونه (د افغان حکومت په شمول) فکر کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو کې د ملکي خلکو وژنې او پر کورونو بمبارد پر طالبانو فشار دی، ولې نتیجه یې کاملاً سرچپه ده. په سیمو کې د امریکا د یاد جنایت له امله لا زیات ځوانان له طالبانو سره ملګري کېږي.
پاکستان پر افغانستان د امریکا د برید له امله هم له امریکا / ناټو څخه ډېر امتیازات واخیستل، اوس غواړي چې د افغان سولې برخه کې له امریکا / ناټو، طالبانو، افغان حکومت او د سیمې له هېوادونو څخه امتیازات واخلي، جدي غور پکار دی چې څه ډول د پاکستان د ډېر امتیاز مخه د ښکېلو هېوادونو او ډلو لخوا ونیول شي.
طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ ناستې اړوند شرایط وړاندې کړل چې افغان حکومت دې له امریکا سره د امنیتي تړون لغوه کېدو اعلان او له هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.
دا چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو پر لارو فکر کوي او کله چې امریکا د وتلو تیاری نیسي، امنیتي تړون هم بیا کوم ارزښت نه لري. که افغان حکومت یې په اړه غور وکړي، سولې ته د رسېدو لاره لنډېږي.
دا خبره واضح کول پکار دي چې طالبانو د افغان حکومت له مهمو چارواکو سره د ښه نیت لیدنې ځینې وختونه شوې، خو د پرمختګ پر ځای لا زیات خنډونه پيدا شوي او له لیدنو څخه منفي ګټه پورته شوې او لا زیاتې پر طالبانو د فشار هڅې شوې.
په کور دننه د سیاسي ګوندونو د یووالي هڅې روانې دي چې د طالبانو په وړاندي ګډ دریځ ولري، که د مثبت فکر لپاره دا کار وشي؛ ښه ده او که له طالبانو سره د مقابلې او خپلو شخصي ګټو په موخه وي، نو افغان ولس هر وخت د دوی د ګټو قرباني شوی.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ پرېکړه چې له افغانستان څخه به د دوی نیمایي پوځیان په دوو میاشتو کې وباسي، د دفاع وزیر مټېس د استعفا یو له نورو لاملونو ګڼل کېږي. همدارنګه ټرمپ د دې مهې پرېکړې اړوند له ناټو هېوادونو او اروپایي ټولنې سره هم سلا او مشوره ونه کړه چې کېدای شي د ناټو غړي هېوادونه هم ماڼیجن او د ورته یوې پرېکړې لپاره فکر وکړي.
ځینې اندېښنې شته چې د قطر هېواد اړیکې به له طالبانو سره په اماراتو کې د وروستۍ غونډې له امله کمرنګه شي، ولې طالبانو د خپل ښه ملګریتوب ازموینه د خپل نظام او په تېرو ۱۷ کلونو کې ورکړې. فکر کوم چې د غونډې اړوند د قطر هېواد رضایت به اخیستل شوی هم وي.
موږ سوله د جګړې د ختم او هر افغان ته د سولې او امن لپاره غواړو، طالبانو ته پکار ده، که امریکایي پوځیان له افغانستان څخه وځي، خپلو سیاسي او نظامي رقیبانو ته څه ډول د ګډوډۍ او له غچ اخیستنې څخه د مخنیوي ډاډ ورکولای شي او بیا ځل وسلوالې ډلې د خپلو شرایطو پر بنا د مجبوریت له امله جګړې کولو ته مخه نه کړي.
پکار ده چې افغانستان د نړیوالو لخوا بیا ځل هېر نه شي او که امریکا پلان لري چې له افغانانو خپل غچ واخلي، نو کورنۍ جګړې ته به لمن ووهي چې د مخنیوي لپاره یې تر ټولو ستر مسوولیت طالبانو، افغان سیاستوالو او په ټوله کې افغان ولس ته راجع کېږي.
په دې حساس وخت کې د طالب هره څرګندونه او کړنه باید په حساب وي، د دوی څرګندونو ته په کور دننه او بهر ټول متوجه دي، باید په خپلو څرګندونو کې سولې ته د رسېدو او ولسونو ته ډاډګیرنه ولري.