د راپورونو له مخې د سمندر اوبو ساحلي سیمو ته ننوتې دي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د اندونیزیا دولتي چارواکو ویلي چې په پېښه کې تر دې دمه تر پنځوسو پورې کسان وژل شوي دي او تر ۶۰۰ پورې نور ټپیان دي. اندونیزیايي چارواکي وایي د مرګ ژوبلې د ډېرېدو احتمال شته دی. د اندونیزیا په ساحلي سیمو کې وخت ناوخت زلزلې او سونامي د سلګونه کسانو ژوند اخلي. د اندونیزیا حکومت ویلي چې له زیانمنو سره یې د مرستې لړۍ پيل کړې ده او حکومتي ځواکونه د ځینو خلکو په ژغورلو لګیا دي.