اندونیزیايي چارواکي وايي، د دغه هېواد د تنګې سونډا په ټاپو کې سونامې ۱۶۸کسان وژلي او ۷۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.
لومړني رپوټونه وايي چې د کراکاتوا ټاپو په یوه غره کې اورشیندنې د سیند په منځ کې زلزله رامنځته کړې او بیا ناڅاپه په نیمه شپه کې د اوبو لوی موجونه د خلکو پر کورونو ورغلي او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
چارواکي وايي، دې پېښې د پانډګلانګ، سویلي لامپانګ او سرانګ سیمې هم اغېزمنې کړې دي.
د اندونیزیا د طبیعي پېښو مدیریت مشر په خپل ټوېټر کې انځورونه خپاره کړي چې اوښتي ګاډي پکې ښکاري، سړکونه سېلابونو وهلي او ځینې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
چارواکي دغه راز خبرداری ورکوي چې زیات کسان لا هم تري تم دي او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي.
د دغه هېواد د سرې میاشتې ادارې ویلي، د دوی کارکوونکي او ژغورونکې ډلې هم اغېزمنو شویو سیمو ته رسېدلې، څو اړمن خلک وژغوري.
تنګه سونډا ټاپو د اندونیزیا د دوو جزیرو، په ختیځ کې د جاوه او په لوېدیځ کې د سوماترا ترمنځ پرته ده.
تر دې پېښې وړاندې د تېرې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې هم د دغه هېواد په بل ښار کې له سونامي رامنځته شوې ۷،۵ درجې زلزلې دوه زره کسان ووژل چې د چارواکو په خبره، هغه مهال د سولاوسي په ټاپو کې د سمندر موجونه درې متره لوړ شوي وو.
په اندونیزیا او شاوخوا سیمو کې ډېری اورشیندونکي غرونه شته چې وخت نا وخت د قوي زلزلو او سونامې لامل کېږي، ځکه دغه هېواد په رېنګ اف فایر یا پرله پسې زلزلو او اورشیندونکې سیمه کې پروت دی.