ولسمشر غني پرون د ملي دفاع د سرپرست وزیر په توګه د اسدالله خالد او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه د امرالله صالح د ټاکل کېدو فرمانونه لاسلیک کړل. دوی به تر هغو سرپرستان وي چې له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کوي. صالح او خالد دواړه د حکومت سیاسي مخالفین وو چې پر حکومت به یې وخت ناوخت نیوکې کولې. امرالله صالح خو بیا د ولسمشر په اړه د نورو توندو خبرو ترڅنګ، هغه فاشیست او قومپاله هم ګاڼه او د هغه کړنې یې د افغانستان پر زیان بللې.
اوس پوښتنه دا ده چې دا کسان ولې حکومت ته ورغلل او ولسمشر ولې پر دوی باور وکړ؟
د دغو دواړو کسانو په اړه ویل کېږي چې د پاکستان ضد څېرې دي او په دې وروستیو کې یې د سولې په چارو کې د حکومت منزوي کېدو دې ته لاره پرانیسته چې حکومت د پخوا خلاف په امنیتي ادارو کې پاکستاني ضد کسان وګوماري. دواړه ګومارل شوي کسان له طالبانو سره هم د جګړې او دښمنۍ بګرونډ لري چې په دې سره د سولې په چاره کې د ستونزو د را پیدا کېدو اندېښنې هم شته. وروسته به معلومه شي چې رښتیا د دوی ګومارل به د سولې پر چارو اغېر ولري او که نه.
اوس د جدي اندېښنې ځای دا دی چې دلته سیاستوال به ارزښته شوي دي، سرې کرښې نه لري، مخالفت او موافقت ټول یې د څوکۍ او شخصي ګټو لپاره وي. کله چې څوکۍ نه وي، مخالف وي او کله چې څوکۍ ور ورسېږي، موافق شي. همداسې کله چې سیاستوال د حکومت سیاسي مخالفت کوي، حکومت او حکومت پلوي یې خاین، غاصب، مفسد او بد ګڼي، خو کله چې دنده واخلي، بیا هغه پیاوړی، په کارپوه او مسلکي شخص شي. سیاستوال ارزانه پلورل کېږي، خپل دریځ بدلوي او د ارزښتونو په نامه په ژوند کې څه نه لري. حکومت هم چې فشار پرې راشي، هر لور ته لاس اچوي، بدې او ناوړه معاملې کوي، قدرت ویشي او هغوی له ځان سره ملګري کوي چې هېڅ مشترګ ټکي ورسره نه لري. عمر داودزي به د حکومت په اړه تر طالبانو تونده ژبه کاروله، ځان به یې “بدیل تر حال انتظار” ګاڼه، ان ولسمشرۍ ته د کاندیدۍ خبرې یې کولې، خو چې د یوې وړې څوکۍ وړاندیز ورته وشو، په منډه حکومتي شو. امرالله صالح به پر حکومت توندې نیوکې کولې، ان ولسمشر ته به یې فاشیست او قومپال وایه، وخت ناوخت به یې په نیوکو کې ټول ارزښتونه تر پښو لاندې کول، خو چې د څوکۍ وړاندیز ورته وشو، اوس هر څه سم دي. ولسمشر او ملګرو به یې هم د کرزي د حکومت چارواکي غله او فاسد ګڼل، دا به یې خپله لاسته راوړنه ګڼله چې دا کسان یې له حکومته ایستلي. دغه راز به یې د دغو کسانو په اړه توندې او تېزې خبرې کولې، خو اوس بیا ورسره معامله کوي، څوکۍ ورکوي، کادرونه یې ګڼي، ستايي یې او خپل کار سم ګڼي.
له بده مرغه زموږ په سیاستوالو او چارواکو کې ارزښتونه مړه شوي، سرې کرښې نشته، ولس او ولسي ګټې ورته ارزښت نه لري. دوی هر وخت معامله کوي، د معاملې لپاره سیاست کوي، د معاملې لپاره مخالف وي او د معاملې لپاره موافق شي. دا چاره به د اوږده وخت لپاره زموږ سترو ګټو ته زیان رسوي، خلک به پر سیاستوالو او چارواکو باور نه کوي او دا چاره به زموږ ثبات او ګټې ګواښي.