د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي امریکا په دې وروستیو ورځو کې دوه مهم قوانین تصویب کړل، خو رسنۍ پر دې قوانینو هېڅ راز بحث نه کوي. نوموړي ویلي رسنۍ یوازې د خلکو د بوخت ساتلو لپاره د هغو سرتېرو پر ایستلو تمرکز کوي چې اتلس کاله یې جګړه کړې ده. نوموړي پر رسنیو غږ کړی دی چې د سرتېرو پر ایستلو دې تمرکز نه کوي ځکه دوی ۱۸ کله داسې جګړه مخ ته وړې ده چې زموږ د ګڼو ځوانانو سرونه یې خوړلي دي. هغه یو ځل بیا د سرتېرو د ایستلو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده او وايي چېرته چې ترهګرې ډلې ختمې وي هلته د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا نه لیدل کېږي.