د اندونیزیا د اناک کراکاتوا اورشیندي سره نږدې خلکو ته ویل شوي چې له سمندرغاړې لرې اوسي، ځکه وېره شته چې بله سونامي وشي. د سمندر درنو څپو د سوماترا ټاپو څنډو کې د شنبې په ورځ تر ۲۲۲ کسان ووژل او ۸۴۳ یې ټپیان کړل. ویل کېږي اورشیندي په سمندر کې ځمکه خوځولې او له امله یې مرګونې سونامي شوې ده. بندو سړکونو ژغورونکي او مرستندویان له ستونزو سره مخ کړي، خو د هوا له لارې سختو زیانمنو سیمو ته د توکو رسول روان دي. د اندونیزیا د طبیعي پېښو سره د مقابلې ادارې مشر ویلي، د هواپوهنې، اقلیم پوهنې او جیو فیزیک سپارښتنې دا دي چې خلک باید د اوبو څنډې ته ور نه شي او تر یو وخت پورې دې له سمندرغاړې لرې اوسي. هغه زیاته کړه، لا هم د یوې بلې سونامي د پېښېدو وېره شته.