۲۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پلان لاسلیک شوی دی. د امریکا ولسمشر د ډسمبر په ۱۹مه نېټه له سوریې د امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه او ویې ویل چې په سوریه کې داعش ډله ځپل شوې او سرتېرې یې بیرته ستنېږي. د امریکا کانګرس ډموکراټو او جمهوري غوښتونکو غړو او د واشنګټن نړیوالو متحدینو د ټرمپ پر دې پرېکړه نیوکې کړې دي. ځینو منتقدینو له سوریې د امریکایي سترتېرو د ایستلو پرېکړه په دغه هېواد کې له کرد وسله والو سره خیانت بللی دی. امریکا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې سوریې ته خپل ځمکني ځواکونه استولي وو.