د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف په یاد هېواد کې د یوې محکمې لخوا په اووه کاله بند محکوم شوی دی. د راپورنو په وینا نوموړي ته دا سزا په فساد کې د ښکېلتیا له امله ورکړل شوې ده. شریف تر دې وړاندې هم دوه ځله محکمې ته غوښتل شوی و، چې په لومړي ځل د ناروغۍ له امله محاکمه نه شو خو دویم ځل له خپلې لور سره زنداني خو د میرمنې د مرګ له امله بېرته له زندان ازاد شوی و.