اندونیزیایي چارواکي وایي، د دغه هېواد د تنګه سونډا په ټاپو کې د سمندري توپان یا سونامي له کبله د وژل شوو کسانو شمېر ۲۸۰ ته رسېدلی او تر زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره یې هڅې چټکې کړې او ښایي د وژل شویو کسانو شمېر له دې هم واوړي.
د دغه هېواد ولسمشر جوکو ویدودو هم تېره ورځ د پاندي ګلانګ په نوم له هغې سيمې لیدنه وکړه چې دا پېښه پکې رامنځته شوې وه. هغه په سيمه کې له رويټرز اژانس او نورو خبري شبکو سره په خبرو کې وويل، د سونامي توپان د علت په اړه څېړنې روانې دي.
نوموړي وویل: «موږ اوس نه شو کولاى د دغه توپان په اړه نهايي خبره وکړو. ښايي علت به يې زلزله وي، خو موږ يې په سرچينه نه يو خبر. په دې اړه لا هم پلټنې روانې دي. په راتلونکي کې به د هوا پوهنې او ځمکپوهنې اداره د توپان او زلزلې د تشخيص وسايل او د خبرداري سيسټمونه برابر کړي چې هر چا ته به د توپان تر راتګ مخکې خبردارى ورکړي.»
د دغه هېواد ولسمشر د دې پېښې په اړه خواشيني ښودلې او حکومتي ادارو ته يې امر کړى چې ژر تر ژره دې د دغه طبيعي افت پر وړاندې مقابلې ته مټې بډ وهي.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې وياند سوتوپو پوروو نوګروهو وويل، دوى فکر کوي چې ځينې قربانيان به ښايي لا هم تر نړېدلو ودانيو لاندې وي.
تر توپان وروسته د لسګونو کسانو د ورکېدو، د سلګونو کورونو، هوټلونو او نورو ودانيو د ویجاړېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
چارواکي وایي، دغه توپان تر ډېره د سوماترا ټاپو جنوبي سواحل او د جاوا لوېديځې برخې ځپلې دي.