د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ويلي، د ټرمپ پر وروستۍ پرېکړه چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه له سوریې وځي، ډېر خواشينى دى.
نوموړي په چاد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، ټول متحدین بايد پر يوه او بل اعتماد ولري.
مکرون دغه راز د چاد له ولسمشر ادريس دبي سره په ګډ خبري کنفرانس کې د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس وستايه چې د يو نيم کال په موده کې یې د باور وړ شريک و.
نوموړي زياته کړه: «زموږ د امريکايي متحدانو د موضوع په اړه به ووايم چې په سوريه کې د دوى د پرېکړې په اړه سخت خواشينى يم. غواړم د امريکا د دفاع وزير جنرال مټېس او د هغو څرګندونو قدرداني وکړم چې د خپلې استعفا له پرېکړې سره هممهاله يې کړې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره شنبه د خپلې پرېکړې په دفاع کې خپله خبره بيا تکرار کړه چې ګواکې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش ماتې خوړلې، نو له همدې کبله باید امریکایي پوځیان له دغه هېواد څخه راووځي. د دې پرېکړې تر اعلان وروسته د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس هم له خپلې دندې استعفا وکړه.
ډېرو پوځي رهبرانو ويلي چې له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو وتل به د سوريې له عرب او کرد متحدانو سره خيانت وي. د امريکا په مشرۍ ائتلاف د داعش پر وړاندې په مبارزه کې د دغو جنګياليو ملاتړ کاوه.
خو تازه ترکيې هغو سيمو ته د داخلېدو خبردارى ورکړى چې د کرد ډلو په کنټرول کې دي.
انقره وايي، دغه ډلې په ترکيه کې د کردانو له بېلتونپالو سره ارتباط لري.
له سوريې د امريکايي ځواکونو د ايستلو د پرېکړې په اړه د فرانسې او جرمني په ګډون د ناټو نورو متحدانو هم اندېښنه ښودلې ده.
دوى ويلي، په ناڅاپي ډول د امريکا د جهت دغه بدلون به د داعش پر وړاندې روانه مبارزه په خطر کې واچوي.
د یادونې ده چې داعش ډله د سوريې او عراق له زياتو برخو ايستل شوې، خو لا هم پر ځينو وړو ساحو ولکه لري.