د اندونیزیا مرگونې سونامي ۳۷۳ تنه وژلي او تر ۱۴۰۰ ډېر یې ژوبل کړي دي. اندونیزیایي چارواکو ویلي، ښایي د مرگ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي ځکه تر اوسه ١٢٨ تنه نور بې درکه دي. د جاوا ولایت په لویدیځ او د سوماترا ولایت په جنوب کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي. دغه سیمې سونامي سختې ځپلې دي. په ساحلي سیمو کې په سلگونو کورونه او هوټلونه تاواني شوي دي. اندونیزیایي چارواکي وایي ځپل شویو سیمو ته ډاکتران، اکمالات او روغتیایي تجهیزات استول شوي دي. دا په روان کال کې په اندونزیا کې دویمه وژونکې سونامي ده. د سپتمبر په میاشت کې ددې هېواد په سولاویسي جزیره کې قوي زلزلې سونامي رامنځ ته کړ چې څه باندې ٢٥٠٠ کسان یې ووژل او ٧٠ زره نور یې بېځایه کړل.