په افغانستان کې دې د بارک اوباما تېروتنې نه تکرارېږي. ډيلي سیګنال نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، چې د جګړې په تاوده ډګر کې وسله وال طالبان لا هم د پاکستان په ملاتړ د افغان حکومت ضد فعالیتونه ترسره کوي. د نشریې په وینا په دې وخت کې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو خبره کوي، خو دا هغه تېروتنه ده، چې بارک اوباما په عراق کې کړې وه. د سرچینې په وینا د اوباما تر پرېکړې وروسته امریکايي ځواکونه له عراق ووتل، خو هلته داعش ډلې سر راپورته کړ او د کلونو لپاره یې په سیمه کې ستر سرخوږی جوړ کړ. ډیلي سیګنال لیکي، تر هغه چې د سولې خبرې پایلې ته رسېدلې نه وي او پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس اخیستی نه وي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو ایستل به سترې ستونزې جوړې کړي. نشریې ټینګار کړی، چې تر هر څه وړاندې باید پاکستان د ترهګرو له ملاتړه را وګرځول شي، په افغانستان کې قوي او پر خپلو پښو ولاړ پوځ جوړ کړل شي تر هغه وروسته د بهرنیو ځواکونو وتل کومه ستونزه نه رامنځ ته کوي.