اندونیزیايي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د رامنځته شوي سونامي له کبله د وژل شویو شمېر ۴۲۹ او د ټپیانو شمېر ۱۴۰۰ تنو ته رسېدلی.
چارواکي وايي، تر اوسه ۱۲۰ تنه تري تم دي چې د ژغورنې ډلې یې د موندلو په هڅه کې دي.
په اندونیزیا کې د یوه هوټل کارکوونکی د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: «کابو دوولس نیمې بجې وې چې د اوبو یوه لویه څپه زموږ پر لور را روانه وه، زه د مېلمنو د سالون لوري ته ولاړم، مېلمنو او خپلو مدیرانو ته مې وویل چې له دې ځایه ولاړ شي».
د سونامي له کبله ۵۵۰ کورونه او زیاتې کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.
د دغه هېواد یو بل اوسېدونکي او د رسټورانټ کارکوونکي د پېښې په اړه وویل: «هغه څپې چې سیمې ته راتلې، کابو دوه او یا درې متره وې. کله چې له دېوال سره لګېدې، نو څو برابره کېدې، دا څپې درې واره راغلې او هر وار له لومړۍ هغې نه زورورې وې.»
دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد چارواکو د بلې سونامي د رامنځته کېدو خبرداری هم ورکړی دی او د ساحلي سیمو له اوسېدونکو یې غوښتنه کړې ده چې خپل کورونه پرېږدي.
د دغه هېواد چارواکي وايي، په سوماترا او جاوا ټاپوګانو کې سلګونه کورونه، هوټلونه او نورې ودانۍ، د دې سونامي د څپو له امله چې ښايي د اور غورځونکي غره د پارېدو له امله پورته شوې وي، ویجاړې شوې دي.
د دغه هېواد ولسمشر له ټولو حکومتي ادارو غوښتي چې سیمې ته بېړنۍ مرستې ورسوي.