د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ورتګ بلنه ورکړې ده. سپینې ماڼۍ ویلي، اردوغان په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ټرمپ ترکیې ته ور بللی دی.
د سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي، ولسمشر ټرمپ په راتلونکي کې د داسې لیدنو او کتنو په اړه خلاص فکر لري، خو کوم ځانګړی پلان لا نه دی جوړ شوی.
اردوغان وروسته له هغې ټرمپ ته ترکیې ته د ورتګ بلنه ورکوي چې امریکا په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له سوریې خپل ځواکونه باسي.
په همدې حال کې ترکیه له هغو هېوادونو ده چې په سوریه کې پوځي عملیات کوي او د سوریې د بحران د حل لپاره په مذاکرو کې یو مهم سیاسي اړخ بلل کېږي.
دغه راز ټرمپ او اردوغان د روانې اونۍ په پیل کې له سوریې د امریکايي ځواکونو پر وتلو هم ټليفوني خبرې وکړې.
د متحدو ایالتونو د ولسمشر دې پرېکړې چې خپل عسکر له سوریې باسي، د امریکا په سیمه ییزو متحدانو کې اندېښنې زیاتې کړې او د نوموړي دا پرېکړه د هغه د دفاع وزیر جېمز مټېس د استعفا یو اساسي دلیل و. مټېس به د نوي میلادي کال د فبرورۍ تر ۲۸مې کار وکړي او تر هغه وروسته به په رسمي توګه خپله دنده پرېږدي.
د اردوغان ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا پوځي چارواکي به روانه اونۍ ترکیې ته ورشي او له سوریې د امریکايي عسکرو د وتلو پر پلان به له ترکي لوري سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې له سیمې د امریکايي ځواکونو په تدریجي او هماهنګ شوي ډول، د هغوی د وتلو په اړه یې له اردوغان سره ټليفوني خبرې کړې دي.
بلخوا د ترکیې ولسمشر هم ویلي چې هغه او ټرمپ د سوریې په اړه موافقه کړې او له نوموړي سره یې خپلې خبرې ګټورې بللې دي.
د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر ټوېټر ولیکل، چې په سوریه کې د داعش د وسله والې ډلې د له منځه وړلو ماموریت به ترکیه پر غاړه واخلي.