د ترکیې حکومت ویلي، فرانسه نه غواړي چې خپل ځواکونه له سوریې وباسي او په سوریه کې یې د کورد وسله والو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده. د ترکي حکومت په خبره که فرانسه ددغه ډلې له ملاتړه لاس وا نه خلي نو سیمې ته به ښې پایلې و نه لري. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر محمود چاوش اوغلو وایي، فرانسې ته هم په کار ده، چې د امریکا په څېر له سوریې خپل ځواکونه وباسي ځکه د سوریې پوځونه کولی شي پاتې داعشیان ختم کړي. ترکیې د امریکا د هغه اقدام هر کلی کړی دی، چې له مخې یې غواړي له سوریې خپل ټول سرتېري وباسي. اوغلو وایي امریکا هم د کورد وسله والو روزنې ته ادامه ورکوله او دغه ډلې بیا په ترکیه کې ځینې ورانکاري فعالیتونه ترسره کړل.