د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر خپل ټویټر د کرېسمس په اړه تازه ټویټ کې، ولس ته د نوي کال مبارکۍ تر څنګ ویلي چې دوی به خپل سرتېري بېرته هېواد ته راستانه کړي. نوموړي دغه راز لیکلي چې اقتصاد په پښو دروي او د خپلو سرحدونو د امنیت لپاره به جدي تدابیر نیسي. نوموړي که څه هم د افغانستانه نوم نه دی یاد کړی خو زیاته کړې یې ده چې خپل سرتېري به بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ امریکایي رسنیو راپور ورکړ چې ټرمپ پرېکړه کړې، په راتلونکي کال کې خپل شاوخوا نیمایي عسکر له افغانستانه وباسي. د ټرمپ دې پرېکړې په هېواد دننه او د باندې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي او د هغه دا پرېکړه یې خورا ګواښوونکې بللې ده.