د پاکستان په کراچۍ ښار کې پرون ماښام وسله والو کسانو پر یوه پېژندل شوي سیاستوال علي رضا عابدي ډزې کړې او وژلی یې دی. علي رضا عابدي په پیل کې زخمي شوی و، خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې ده. د کراچۍ د پولیسو یوه مشر جاوید علم ویلي چې برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستي. کراچۍ د پاکستان امن ښار بلل کېږي.