د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې له نږدې دریو میاشتو راهیسې روانې دي. د دغو خبرو په لړ کې د دواړو لورو استازو څو ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې ګډه ناسته درلوده چې درې ورځې یې دوام وکړ. که څه هم د دې ناستې ډېر جزیات خپاره نه شول، خو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی له امریکايي لوري سره په افغانستان کې د نظامي حضور په پای ته رسولو خبرې کړې دي.
په ابوظبۍ کې د امریکا ـ طالبانو له وروستۍ ناستې را وروسته، تېره اونۍ رویټرز خبري اژانس او نیویارک ټایمز ورځپاڼې داسې راپورونه خپاره کړل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د ۷ زرو امریکایي سرتېرو پر ایستلو غور کوي او داسې ښکاري چې یاد شمېر سرتېري به د روان زېږدیز کال په لومړیو څو میاشتو کې له افغانستانه و باسي.
د رسنیو دغو راپورونو د افغانستان دننه او بهر مختلف غبرګونونه راپارولي دي، خو پوښتنه دا ده چې د امریکا ولسمشر په څه دلیل له افغانستانه د خپلو نیمایي سرتېرو د ایستلو غور کولو ته اړ شوی؟ دغه راز په افغانستان کې د امریکا ۱۷ کلنې جګړې ته لنډه کتنه او دا چې له افغانستانه به د ۷ زرو امریکایي سرتېرو وتل د دغه هېواد په قضیه کې څه بدلونونه راولي؟ دا دې موضوع هغه اړخونه دي چې دلته مو بحث پرې کړی دی.
په افغانستان کې د امریکا جګړه
د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په ۱۱مه د امریکا پر نیویارک او واشنګټن ښارونو د «یونایټېډ» او «امریکن» هوايي شرکتونو د څلورو برمته شوو الوتکو په واسطه له بریدونو وروسته، چې شاوخوا ۳ زره کسان پکې ووژل شول، امریکا پر افغانستان برید وکړ او لسګونه زره سرتېري یې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نوم لاندې افغانستان ته را ولېږل.
پر افغانستان د امریکا له بریده شاوخوا ۱۷ کاله تېرېږي، خو دا جګړه لا هم ښه ګرمه روانه ده او هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي. په تېرو ۱۷ کلونو کې امریکا او نړیوالو ملګرو یې نه یوازې دا چې په افغانستان کې د جګړې اور مړ نه کړ، بلکې د دوی په موجودیت کې دا جګړه لا پراخه او خونړۍ شوه.
د (icasualties) ادارې د معلوماتو پر بنسټ له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د افغانستان په جګړه کې (۳۵۵۹) بهرني پوځیان وژل شوي، چې (۲۴۱۷) تنه یې امریکایي سرتېري دي. له وژل شوو ور هاخوا په یاده موده کې زرګونه نور بهرني سرتېري په افغان جګړه کې ګوډ او مات شوي هم دي. دغه راز په روانه جګړه کې لسګونه زره ملکي وګړي هم وژل شوي، د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، یوازې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې ۴۰ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بله اړخه پر افغانستان د امریکا له برید وروسته د امریکا په رهبرۍ د نوي نظام بنسټ کېښودل شو، خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو لا هم افغانستان د داسې یوه نظام صاحب نه دی چې مرکزي حاکمیت یې پیاوړی او د هېواد پر ټوله خاوره پوره حاکمیت ولري او یا هم له پوره سیاسي ثبات څخه برخمن وي. له همدې لامله لا هم افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په نوملړ کې څلورم مقام لري.
له دې ټولو ورهاخوا، افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره میلیاردونه ډالر راغلل، خو داسې ورک شول چې اوس هم ۴۰ سلنه افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او نږدې دوه میلیونه افغانان چې د کار کولو په شرایطو برابر دي، بېکاره دي.
ډونالډ ټرمپ او افغان جګړه
په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده بهرنۍ جګړه بلل کېږي. د امریکا دننه د دې جګړې له دوام سره ډېری خلک په ځانګړې توګه عام امریکایان مخالف دي او نه غواړي چې هېواد یې د نړۍ د نورو هېوادونو په جګړو کې ښکېل وي. له همدې لامله په افغانستان کې د امریکا د جګړې پای ته رسول، په دغه هېواد کې د سیاسي رهبرانو لپاره یو قوي ټاکنیز شعار ګڼل کېږي.
په امریکا کې د ۲۰۰۹ ز کال ولسمشریزو ټاکنو پر مهال، بارک اوباما تر ډېره د افغانستان او عراق د جګړو پای ته رسولو د شعار په زور د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې. اوباما په ۲۰۰۹ ز کال کې خپله افغان تګلاره اعلان کړه چې له مخې يې په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د زياتولو ترڅنګ د دوی د بېرته وتلو مهالوېش هم اعلان شو.
له اوباما وروسته ډونالډ ټرمپ که څه هم له ولسمشر کېدو وړاندې په افغانستان کې د امريکا پر تګلاره ډېرې نيوکې کولې او په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې پر پای ته رسولو یې ټینګار کاوه، خو سپينې ماڼۍ ته له ننوتلو سره يې له اتو مياشتو ځنډ وروسته، د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره خپله نوې پوځي تګلاره اعلان کړه او د تېرو تګلارو په څېر یې یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار وکړ. دا هغه څه وو چې پر ټرمپ د امریکایي پوځي چارواکو له لوري ومنل شول او د څه مودې په تېرېدو یې پایله دا شوه چې خپله امریکايي جنرالانو په افغانستان کې د روانې جګړې بندوبست ومانه او پر دې اقرار شول چې روانه جګړه له پوځي لارې نه شي ګټلی.
په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د عامو امریکایانو د ملاتړ ترلاسه کولو په برخه کې، په نورو هېوادونو کې د امریکا د روانو جګړو او پوځي مداخلو پای ته رسول یو مهم فکټور ګڼل کېږي. له همدې امله ټرمپ هڅه کوي چې له دې لارې یو ځل بیا ټاکنې وګټي. نوموړي لومړی له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ او وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې غواړي له افغانستانه هم خپل ۷ زره سرتېري وباسي.
د امریکا د داخلي سیاست له قضیې ورهاخوا داسې تحلیلونه هم شته چې د امریکا له لوري له افغانستانه د خپلو سرتېرو قضیه د امریکا ـ طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو یوه برخه ګڼل کېږي. داسې ویل کېږي چې ښایي امریکا د باور رامنځته کولو په موخه دغه ګام پورته کړي او په مقابل کې به یې طالبان د لنډمهال لپاره اوربند اعلان کړي.
خو په ټوله کې ویلی شو چې امریکا له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې لسګونه زره سرتېري ځای پر ځای کړي، خو جګړه لا نه ده ختمه شوې او د افغانستان وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. په وروستیو کې امریکا خپله مني چې دوی د افغانستان په جګړه کې له بندو بست سره مخ دي او باوري دي چې له پوځي لارې دا جګړه نه شي ګټلی. په همدې خاطر هڅه کوي چې د خبرو اترو له لارې روانه جګړه پای ته ورسېږي.
پایله
پر افغانستان د امریکا له برید وروسته، افغانانو له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جګړې او بربادۍ پرته بل څه ونه لیدل. هر دردېدلی افغان د سولې تږی دی او په هر قېمت حاضر دی چې روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي. دوی د سولې په برخه کې هر کوچني ګام ته ډېر خوشاله کېږي او د ځان لپاره یې د خورا زیاتو هیلو لامل ګرځوي، نو له همدې امله د امریکا وتل په اوسمهال کې د هر افغان یوه ستره هیله ده.
له افغانستانه د امریکا یا نورو بهرنیو ځواکونو احتمالي وتل که له ځان سره ډېر مثبت ټکي لري، خو ځینې منفي ټکي هم لري چې هغه خپله د افغانانو په سیاسي ځيرکتیا پورې اړه لري.
طالبان له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پر ضد جګړه کوي. دغې ډلې د سولې او پخلاینې ټولې خبرې د بهرنیو ځواکونو تر حضوره را محدودې کړې دي. په داسې یوه حالت کې د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې پر وړاندې یو ستر خنډ له منځه وړي او سولې ته د رسېدو هیلې را ژوندۍ کوي. په اوسمهال کې د ټولو وسله والو جنګېدونکو ډلو د جګړې بهانه ختموي او د جګړې له ختمېدو یا لږ تر لږه له کمېدو سره وژنې او بربادۍ هم را کمېږي.
پر دې سربېره په افغانستان کې د بهرنیانو حضور د افغان دولت حاکمیت او قاطعیت هم تر خپل سیوري لاندې راوستلی دی. د افغان دولت په چارو کې د دوی لاسوهنو د افغان حکومتي چارواکو ترمنځ داخلي اختلافات رامنځته کړي دي. ډېری برخلیک ټاکونکو پروسو، د دوی د مداخلو له کبله خپل باور له لاسه ورکړی، د خلکو ترمنځ په مختلفو نومونو تبعیض او تعصب زیات شوی دی.
له بله اړخه په افغانستان کې د امریکا او متحدینو حضور یې د دې لامل شوی چې د سیمې هېوادونه وېره احساس کړي او د خپل ځان ساتلو په موخه په افغانستان کې لاسوهنه وکړي، څو امریکا او متحدینو ته یې سرخوږی پیدا شي، خو د دې هرڅه قرباني بیا هم افغانان ورکوي.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر دغو ټولو مثبو اړخونو سربېره، هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، هغه د دواړو لورو ترمنځ د هغو کسانو موجودیت دی چې خپلې ګټې یوازې د جګړې په دوام کې ګوري او هېڅکله هم نه غواړي چې دا جګړه ختمه شي. دا رنګه کسان ښایي سولې ته د رسېدو په لاره کې خنډونه رامنځته کړي، خو ټولو افغانانو په ځانګړې توگه د طالب او حکومت په چوکاټ کې هغه چارواکي چې غواړي جګړه پای ته ورسېږي، اړتیا ده چې له ډېرې ځیرکتیا کار واخلي، د هېواد د ملي ګټو په خاطر داسې سیاست غوره کړي چې د امریکا له وتلو وروسته یو پیاوړی او ټول منلی مرکزي حکومت رامنځته شي، نه دا چې له افغانستانه د روسانو له وتلو وروسته تجربه یو ځل بیا تکرار شي.